IQNA

په پاکستان کې د غیر قانوني کډوالو نن وروستۍ ورځ  ده

16:38 - October 31, 2023
د خبر لمبر: 3488198
ایکنا-(اسلام اباد)  د پاکستان موقتي داخله وزیر سرفراز بګټي په خبری ناستې کې  ووئیل، چې د ویستنې مسئله  یوازې د غیر  قانوني کډوالو په  اړه ده او د کوم خاص لوري په اړه  نه ده ، پر مونږ هیڅ  ډول بهرنی دباؤ نشته  او په دې اړه نه هم کوم بهرنی دباؤ منو.په نړۍ کې هیڅ یو هیواد  له ویزې او اقامت پرته هیچا ته د دیره کیدا اجازت نه ورکوي

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،په پاکستان کې د غیرقانوني دیره پناه غواړو د پاتیکیدا نن وروستۍ ورځ ده او قانون اجرا کونکو ادارو د قانونی اقداماتو لپاره درستې چارې بشپړ کړي دي.

په راپور کې وئيل شوي دي دپاکستان د کورنیو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو په زغرده وئیلی دي د غیرقانوني کډوالو د لازیات پاتیکیدا لپاره به نیټه هیڅکله هم تمدید نه کړي.امنیتی ځواک  هم د مشکوکو  کسانو په اړه میپینګ او جیو فینسنګ چارې ترسره کړي دي،البته خپل وطن ته تلونکي میلمانه د کوربتوب په باب مختلف نظرونه  لري.

 د پاکستان موقتي داخله وزیر سرفراز بګټي په خبری ناستې کې  ووئیل،چې د ویستنې مسئله یوازې د غیرقانوني کډوالو په  اړه ده او د کوم خاص لوري په اړه نه ده ،پر مونږهیڅ ډول بهرنی دباؤ نشته او په دې اړه نه هم کوم بهرنی دباؤ منو.په نړۍ کې هیڅ یو هیواد له ویزې او اقامت پرته هیچا ته د دیره کیدا اجازت نه ورکوي

هغه ووئيل، په اړونده مرکزونو کې بیرته ستنیدونکو کډوالو لپاره د خواړو او هرډول آسانتیاوې موجودې دي، البته بیا هم که څوک پاکستان ته راځي نو په ویزې سره دې راشي ورته هرکلی وایو خو نوره  دغیرقانوني کډوالو لپاره ګنجایش نه لرو.

 

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i140772

captcha